BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 07:08 گرينويچ 2009 ,26 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ښار غږ: په بلاکونوکې ژمنۍ ستونزې

 په بلاکونوکې ژمنۍ ستونزې
په بلاکونوکې دې دبخارۍ نل دې داسې وايستل شي چې ګاونډيانو ته يې زيان ونه رسيږي.
يوشمېرښاري اوسېدونکی پداسې بلاکونوکې ژوند کوي چې مرکزګرمي نلري، هغوئ په ژمي کې له لرګيو، سکرو او صندليو څخه کار اخلي.

ددوی يوشمېر کله ناکله دځينو ټکو دنه مراعاتولو په صورت کې ګاونډيانوته دستونزو دپېښېدو سبب کيږي.

نجيب، د کابل د تهيه مسکن اوسېدونکي وويل چې ګاونډيانويې دبخارۍ نل له کړکۍ ايستلى چې لوګي يې دوئ له ستونزو سره مخ کړي دي.

همدا راز دبلاکونويوشمېر اوسېدونکي دصندلۍ لپاره په دهلېزونوکې سکاره تازه کوي چې بوى اولوګى يې دګاونډيانو کورونو ته ورځي.

ځينې نور بيا په زينو کې اوبه تويوي چې په ژمي کې هغه کنګل کيږي او هر څوک پرې ښوييږي.

ددې کارونو په پايله کې دګاونډيانو ترمنځ کله ناکله خواشيني هم رامنځته کيږي،خو ددې ستونزې دحل لار څه ده؟

په بلاکونو کې دټولنيزو نزاکتونو مراعاتول ، ددې ستونزوڅخه دژغورنې يوازينۍ لار ده.

بلاکونه اوژمنۍ ستونزې
دټولنيزونزاکتونو مراعاتول دهر راز ستونزې دمخنيوی لار ګڼل کيدای شي.

عزيز، چې د همداسې يو بلاک په لومړي پوړ کې اوسي، دخپلې کړکۍ څخه يې تربام پورې دبخارۍ نل پورته کړى چې هيچاته يې زيان ونه رسيږي.

همدا راز که سکاره له بلاک څخه دباندې تازه شي او له بوټانوسره خټې رانه وړل شي، هيڅکله به دچا دځورونې سبب نه شي.

کوچني پورونهد ښار غږ
کوچني پورونه
ګازي وسايلدښار غږ
ګازي وسايل
دبرېښنا بې ځايه لګښتد ښار غږ
د برېښنا بې ځايه لګښت
پټاقۍدښارغږ
پټاقۍ
دکاغذباد لوبهد ښار غږ
دکاغذباد لوبه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>