دبي بي سي دتعليمي خپرونوله لړۍ څخه |  |
 | | | پور اخيستونکي دې له خپل ورځني عايدنه يوه اندازه پيسې دپور دبېرته ورکولو لپار بېلې کړي. |
د مايکرو فايننس ( د وړو پورونو) د فترونه داسې يو سيستم دی چې د لږو پورونو په ورکولو له بيوزلۍ سره د مقابلې په موخه جوړ شويدی. دا دفترونه خلکو، په ځانګړې توګه کسبګرو او دوکاندارانو، ته د ځينو شرايطو له مخې پورونه ورکوي چې خپل اقتصاد او کار و بار ته وده ورکړي . دا دفترونه د افغانستان په ( ٢٦ )ولاياتو کې سيمه ييزې څانګې لري او د پور ورکو لو کچه يې له (٥٠٠٠) تر (١٥٠) زرو افغانيو پورې رسيږي . خو څه راز کسان دغه پورترلاسه کولاى شي؟ زرغونې، د کابل ښار يوې اوسيدونکې دکاري جواز درلودل اړين وګاڼه. له دې پورڅخه څه راز ګټه واخلو څو له ستونزو سره مخ نه شو؟ دمنظم کاري پلان درلودل دبرياليتوب لومړنى شرط دى.  |  مايکروفايننس سيستم دبېوزلۍ سره دمقابلې په موخه جوړ شوی دی.  |
پور اخيستونکو ته ښايي چې له خپل ورځني عايدڅخه يوه اندازه پيسې دپور دبېرته اداکولو لپار بېلې کړي. پدې توګه به يې هم له پور څخه سمه ګټه ترلاسه کړې وي او هم به يې دپور دپخپل وخت په ادا کولوسره خپل اعتبار ساتلى وي. |