BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 08:47 گرينويچ 2010 ,20 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ښار غږ: ځوانان او مسلکي مهارتونه

ځوانان او مسلکي مهارتونه
دکسب اوکارزده کول ځوانان له بېکارۍ ژغوري اودروښانه راتلونکې په لور يې رهنمايي کوي.
بېکاري داسې يوه ستونزه ده چې له امله يې په ټولنه کې نورې ګڼې ستونزې رامينځته کيږی، په ځانګړې توګه له داسې ستونزو سره له زده کړو پاتې ځوانا ن ډېر مخ کيږي.

محمد د لوګر ولايت اوسېدونکي وويل چې کوم کسب او کار يې نه دی زده، زياتره ورځې د سرک پرغاړه د کار موندلو لپاره تېروي.

خو ځوانان څرنګه کولای شي ځان ديوه کسب او کار خاوندان کړي ، پدې اړه د کار او ټولنيزو چارو وزارت د حرفوی زده کړو رئيس يار محمد انصاف وويل:

"مونږ په ټولو ولايتونو کې د حرفوی او مسلکی زده کړو لنډ مهاله کورسونه لرو چې د هغې له لارې دوی کولای شي بېلا بېل کسبونه زده کړی."

واحد د کابل ښار د سيدنورمحمدشاه مينې اوسېدونکي د حرفوی زده کړو په مرکز کې نلدوانی زده کړې او د يوه ښه کاروبار خاوند دی.

ددې ترڅنګ ځوانان کولای شی په ښار او بازار کې نورکسبونه هم زده او خپله راتلونکې جوړه کړي. د ننګرهار اوسېدونکي منهاج الدين وويل:

ځوانان او مسلکي مهارتونه
د حرفوی زده کړو لنډ مهاله کورسونه ځوانانوته دکارموندلوښه زمينه برابروي.

"پخوا مې کار نه درلود، خلکو خبرې راپسې کولې، بياله يوه خياط سره شاګردشوم، اوس له هرڅه بېغمه يم او کار مې هم جوړ دی."

دپورته ټکو دپام کې نېولوسره دا ډول ځوانان کولی شي له يوه پلوه د يوه کسب او کار څښتنان شي او له بله اړخه له خپل ځان او کورنۍ سره هم مرسته وکړي.

دمطالعې فرهنګدښار غږ
دمطالعې فرهنګ
زده کوونکي او ژمنۍ رخصتيدښار غږ
زده کوونکي او ژمنۍ رخصتي
ژمنۍ رخصتي د ښار غږ
ژمنۍ رخصتي
 په بلاکونوکې ژمنۍ ستونزېد ښار غږ
په بلاکونوکې ژمنۍ ستونزې
کوچني پورونهد ښار غږ
کوچني پورونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>