 | | | که مسافردمېلمستون نظافت ته پام وکړي خپلې دمسافرۍ شپې ورځې به ښې تېرې کړي. |
يوشمېر خلک د خپلو کارونو اوياورپېښو ستونزو د حل لپاره له يوه ښاره بل ته سفرکولوته اړکيږي چې داوسېدو دځای دنشتوالي له امله شپې په مېلمستونونوکې تېروي. ددې مسافروځينې يې په مېلمستونونوکې دنظافت له نشتوالي سر ټکوي. احمد شاه د خوست ولايت اوسېدونکی چې اوس مهال په کابل کې مسافر دی وويل: "دلته په مسافرخانوکې هيڅ نظافت نه مراعات کيږي ، خونې، تشنابونه او دهلېزونه يې ډېر بد حالت لری او هيڅ د انسان د اوسېدو وړندي." خوبل خوا دمېلمستونونو خاوندان له مسافرينوشکايت کوي. عبدالروف دکابل ښارديوه ميلمستون څښتن وويل:  | | | نظافت دايمان يوه برخه ده چې بايدد ژوندپه ټولو برخوکې مراعات شي. |
"موږد ميلمستون پاکوالي او نظافت ته ځانګړې پاملرنه کوو، خو مسافر په خونوکې سګرټ، نصوار او نورشيان غورځوي او غوړلاسونه په پردو پاک کوي." که مسافردمېلمستون نظافت ته پام وکړي خپلې دمسافرۍ شپې ورځې به ښې تېرې کړي اوکه دميلمستون څښتن نظافت په پام کې ونيسي،هم به يې مشتريان ډېر وي اوهم به يې کاروبار وده کړې وي. |