محمد عابددکابل ښاراوسېدونکي وويل چې دکورترمخ يې دومره خځلې ټولې شويدي چې دخلکو دتېرېدولار يې بنده کړېده.
خو ارسلا د کابل ښاروالۍ يو تن کارکونکي وويل چې خلک ورسره همکاري نه کوي او خځلې بې ځايه غورځوي .
خو کابل ښاروالۍ دې کار ته تر يوه بريده د حل لاره موندلې ده.عزيز د کابل ښاروالۍ د لسمې ناحيې د تنظيفاتو رييس وويل:
"موږ دخلکو سره دې پايلې ته رسيدلي يو چې زموږ موظفين په اوونۍ کې دوه ځلې دخلکوله کورونو خځلې راټولې کړي."
مرتضى دکابل دقلعه فتح الله اوسېدونکي وويل چې دې کاردهغوئ سيمه له بدبوی او خځلو پاکه کړې اوله دې پروګرام نه خوښي څرګنده کړه.
که چېرې ښاريان له ښاروالۍ سره دښارپه پاکوالي کې همغږي ولري، هم به دپاک چاپېريال څښتنان واوسي او هم به يې له دې امله دراپيدا کېدو نکو ناروغيو مخنيوى کړى وي.