پدې وروستيو کلونو کې ورزش په افغانستان کې ډېر مينه وال پيدااو پدې برخه کې ډېرې لاسته راوړنې هم لري. له دې لاسته راوړنو يوه هم دجنوبي آسيادهېوادونوپه سياليوکې دافغاني ورزشکارانو ځلېدل ووچې ددېرشوپه شاوخواکې مډالونه يې وګټل. ورزش دهرانسان لپاره په تېره ښاري اوسېدونکوته چې فزيکي کارونه کم ترسره کوي ډېراړين دى. داکسان بايد کم له کمه په ورځ کې نيم ساعت ورزش و کړي، خو يو شمېر چې نوې ورزش ته مخه کوي په پيل کې له ځينو ستونزو سره مخ کېږی. ايمل دکابل اوسېدونکي غوښتل جګه لغته ووهي، پښې يې کسر وکړ. بادام ګل سروری، د افغانستان د تکواندو د فدراسيون يوه تن مسئول وويل چې بې ځايه حرکتونه يولړروغتيايي ستونزې هم رامنځته کوي. هغه کسان چې نوي ورزش ته مخه کوي،بايدديوه لارښود اوهغوکسانونه مرسته وغواړي چې پدې برخه کې مالومات او تجربه ولري.  | | | نويو ورزشکارانوته ښايي چې د يوه لارښود ترنظر لاندې ورزشي چارې پرمخ بوځي. |
اسد الله خليل يو بل ورزشکار تل دخپل استادپه لارښوونوعمل کړى چې اوس پخپل وزن کې اتلولۍ ته رسېدلى دى. که چيرې دورزش قوانينوته احترام وکړو، پخپل سربې ځايه حرکتونه ترسره نه کړو، له يوې خوابه دښې روغتيا او ذکاوت څښتان واوسو اوله بل پلوه به پدې برخه کې ځان يوه لوړ مقام ته هم و رسوو. |