BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 05:14 گرينويچ 2010 ,15 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ښار غږ: نوروزي

نوروزي

له پخواوختونو را پديخوا د افغانستان دبېلابېلو سيمو اوسېدونکي دنوي کال لومړۍ ورځ(نوروز ) په راز رازمراسموسره نمانځي.

له دې ځايه واورئ!

پدې ورځ ډېرى خلک نوي کالي اغوندې، غرونو، شنودښتو ، غونډيو او زيارتونو ته ځي او د نوې کال جشن په خوښيو او مېلو سره نمانځي.

هغه کسان چې نوې يې کوژده کړې وي، دنوروزي په نامه دخپلې کوژدنې لپاره پدې ورځ نوې جامې، خوراکي توکي اوځينې نورې ډالۍ وروړي.

بوستان علي د دايکندي اوسېدونکي وويل چې دنامزادۍ په دوره کې يې په نوروزکې خپلې کوژدنې ته پسه، پيسې، جامې او مېوه وروړې وه.

په کابل کې پدې ورځ دزوم کورنۍ څوجوړه جامې، خواړه، چې پاخه کبان،جلبۍ او کلچې پکې وي اودسنګارسامان دنجلۍ کورته وروړي.

نوروزي
ځينې کورنۍ د نوروزي په وړلوکې د نجلۍ د کورنۍ لخوا زيات لګـښت ته اړکيږي.

ځينې کورنۍ دنوروزي په وړلوکې ډېرلګښـت کوي اويادنجلۍ دکورنۍ لخوا زيات لګـښت ته اړکيږي چې وروسته ددواړوکورنيو ترمنځ ستونزې هم رامينځته کيږي.

څرنګه کولاي شو چې هم دا رسم او رواج وپالو او هم له بې ځايه لګښتونو او ستونزو ځان وژغورو،سارا سادات دوردګواوسېدونکې وويل:

"زماد نامزدي دوره کې دواړه کورنۍ په داسو مسايلو کې سره کېناستواو پرې خبرې به مو کولې، چې پدې توګه له هيڅ ستونزې سره نه يو مخ شوي".

ځوانان او اعتيادد ښار غږ
ځوانان او اعتياد
نوي زده كوونكيد ښار غږ
نوي زده كوونكي
ښاريان او ښارواليد ښارغږ
ښاريان او ښاروالي
ورزشکاراند ښار غږ
ورزش
معلولين د ښار غږ
معلولين
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>