 | | | دبخاردېګ خواړه زر پخوي او کم اور ته اړتيا لري،خوددې ترڅنګ يولړ خطرونه هم لري. |
د بخاردېګ خواړه زر پخوي ، کم اور ته اړتيا لري، خو ددې ټولو آسانتياوو سره سره د نه پاملرنې له امله يو لړ ستونزې او خطرونه هم له ځان سره لري. له دې ځايه واورئ! ميرمن ضيا ګل دکابل يوې اوسېدونکې د بخار دېګ په ګاز باندې اېښى و چې ناڅاپه ديګ وچاوديد او دهغې لاس يې ډېر سخت وسوځاوه. مګر ځينې وخت دبخارددېګ خطرونه له دې هم زيات وي، د کابل د هودخېلو يوې ميرمنې، چې په روغتون کې بستر ده، وويل: لوبيا مې دبخارپه دېګ کې بارکړي وو، ديګ وچاوديد، نوره په ځان پوهه نه شوم ، په روغتون کې په هوش راغلم، ټول بدن مې لولپه شوې دى. وزير شاه، د کابل د استقلال روغتون د سوځېدنې د څانګې دسر طبيب وويل: "د سږ کال په اوږدوکې (٢٦) تنه ،چې د بخارددېګ د چاودنو له امله سوځېدلي وو، دې روغتون ته راوړل شويدي."  |  دبخارد ددېګ دفيوزونو بندېدل هم ددېګ دچاودنې لامل کيدای شي.  |
کاملې د بخارددېګ د چاودلو لاملونه زيات اور، د وخت نه قيدول، زيات مواد پکې اچول، دفيوزونو بندېدل، له بخارنه د ډک ديګ پرانيستل او له خراب واشل نه کار اخستل په ګوته کړل. که پورته ټکوته پام وشي، ترډېره بريده به کورنۍ دبخارددېګ دچادونې له پېښوڅخه خوندي وي. |