 | | | ورزش دځانګړو اصولو او لارښوونو درلودونکی دی چې که رعايت نشي زيان هم پېښوي. |
د ورزش لپاره ځانګړی سن اوځای ندی ټاکل شوی، هره مېرمن کولای شي په هرعمرکې ورزش وکړي اوخپله بدني او روحي ځواک په کار واچوي. يوشمېرښاري مېرمنې د ځينو لاملونو له امله په کورونو کې ورزش ته زړه نه ښه کوی . فريما د کابل ښار يوه اوسېدونکې دښوونځي درسونه اودکور په کارونوکې بوختيا د ورزش دنه کولولاملونه بولي. بل خوا يو شمېر نورې مېرمنې په کورونو د منظم مهالوېش له مخې ورزش کوی چې شګوفه هم د همدې ډلې نجونو څخه ده. هغې وويل: " هره ورځ دسهار له خوا دنيم ساعت لپاره ورزش کوم اوپدې برخه کې مې دکورنۍ نورې مېرمنې هم ورزش ته هڅولي دي." د ورزش کارپوهان ورزش دځانګړو اصولو او لارښوونو درلودونکی بولي چې که چېرې رعايت نشي، کيدای شي دګټې په ځاي زيان ورسوي. مېرمنې کولای شي دا اصول اولارښوونې دراډيو،تلوېزيون،اخبار،مجلو اوياهم له داسې کسانوزده کړي چې پدې برخه کې مهارت ولري.  |  ورزش انسان ته بدني اوروحي ځواکمنتيا ورپه برخه کوي.  |
ورزش دې له کم وخت، له سپکواوآسانه حرکاتوپيل او ورو، ورو دې وخت هم زيات او ددرنو وزنونو له پورته کولودې مېرمنې ډډه وکړي. يوشمېرمېرمنې په کورونوکې دورزش دوسايلوله نشتوالي سرټکوي. هغوی کولای شي دلاسو،پښو،غاړې، ملا او شمېرنورآزاد حرکات ترسره کړي. |