يو شمېر ښاري اوسېدونکو خپله پانګه د فرشونو پلورلو ته ځانګړې کړې چې ځينوپکې ګټه او ځينونورد دقيق سنجش دنه درلودلو له امله له زيان سره مخ شوي دي. حاجی محمد نذير دکابل ښار يوتن فرش پلورونکي ددکان دزياتولګښتونو،لوړې کرايې اوشاګردانوته دزياتې تنخواه دورکولو له امله (14) زره ډالر تاواني شوی دی. داچې څرنګه کيدای شی له شته پانګې پدې کارکې په سمه توګه ګټه واخلو، شاه محمود ستانکزي دکابل ښاريوبل فرش پلورونکي وويل: "هميشه هڅه کوم چې دښه کيفيت اومناسب رنګ درلودونکي فرشونه واخلم او ترڅنګ يې د مشتريانو ذوق هم په پام کې نيسم."  |  په سوداګرۍکې ددقيق سنجش نشتوالی خلک له زيان سره مخ کوي.  |
ددې ترڅنګ دمشتريانوسره وړسلوک هم دفرش پلورلو اوکاروبار د بري يو راز ګڼل کيږي او دسوداګرۍ په پرمخ بېولوکې مثبت رول لوبوي. |