BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 09:27 گرينويچ 2010 ,09 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ښارغږ: فُل څراغونه

فُل څراغونه
د ترافيکوله قوانينو ناخبرې او سرغړاوی د ګڼو ترافيکي پېښو لامل کيږي.
د شپې لخوا په ښارونو کې دخلکودګڼې ګوڼې کموالی دښاري اوسېدونکو په تګ راتګ کې آسانتاوې رامنځته کړي خويوشمېرموټرچلوونکي دځينونوروموټرچلوونکونه سر ټکوي.

فواد د بغلان اوسېدونکی دشپې لخوا په موټر سايکل سفرکاوه. مخامخ ګاډي خپل څراغونه دومره تېز کړي وو چې له ده ځنې يې لارورکه کړه.

نوموړی له موټرسايکل سره ځای يوې کندې ته پرېوت چې يوه پښه يې هم ماته اوموټرسايکل ټوټې ټوټې شو.

دکابل ښار دترافيکو دمديريت يو تن افسر،سمونوال غلام جيلاني وردګ دترافيکوله قوانينوناخبرې اوسرغړاوی ددې کار لاملونه وګڼل.

نوموړي وويل چې دروان کال له پيل نه تر دې دمه يې دداشان سرغړونکو د (5000) موټرونه يې څراغونه راخلاص کړي دي.

فُل څراغونه
په ښارونوکې دشپې لخوا دموټرله فُل څراغونوکار اخيستل خلک له ستونزو سره مخ کوي.

ددې ستونزې دمخنيوي لپاره دترافيکوقانون پوره روښانه دی. هغه کسان چې دموټر چلولو جواز ترلاسه کوي،په لنډمهالوکورسونوکې دڅراغ کارولوځايونه هم ورښودل کيږي.

دشپې لخوا په عام ډول په ښارونوکې دتتو(ډيم) اوپه لويولاروکې له تېزو څراغونوکار اخيستل کيږي چې دا کار دترافيکي پېښوپه راکمولوکې ستره ونډه لري.

غيرقانوني مهاجرتونهد ښار غږ
غير قانوني مهاجرتونه
فرش پلورنه د ښارغږ
فرش پلورنه
دښوونځيوپاکوالید ښارغږ
د ښوونځيو پاکوالی
لوړ پوړې ودانۍد ښار غږ
لوړ پوړې ودانۍ
 موټرسايکلد ښار غږ
موټرسايکل
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>