زده کړه يوه دوه اړخيزه پروسه ده او دښوونکواړيکې د زده کوونکو له اولياوو سره دغه پروسه نوره هم پياوړې کوي. په ډېری ښاري ښوونځيو کې دزده کوونکود ستونزودڅېړلو اوهغوی ته دحل دلارې دمو ند لوپه موخه دزده کوونکوداولياوو کميټه شتون لري. خو دزده کوونکوزيات شمېراولياپه دغه شان غونډو کې ګډون نه کوي. عبدالروف چې ددوو زده کوونکوپلاردی ددې کارلامل خپله بوختياوښودله. دزده کوونکو داولياوو په غونډوکې ګډون نه کول دزده کوونکو په ښوونيز اوروزنيز چاپېريال ناوړه اغېزدرلودلی شي. دکابل ښارد يوه دښوونځي ښوونکي په داشان غونډوکې داولياوونه ګډون دزده کوو نکي دستونزودپرځای پاتې کېدودهغه دناکامۍ لامل وګاڼه. ددې ترڅنګ يوشمېروالدين دزياتوبوختياووسره سره په دغو غونډوکې ونډه اخلي اودخپلو اولادونوله ستونزو خبريږي.  | | | دزده کوونکو داولياوو په غونډوکې ګډون دزده کوونکو تعليمي کچه لوړوي. |
ميرمن جميله دکابل ښاريوه اوسېدونکې، چې د زده کوونکو د اولياوو په غونډوکې په منظم ډول ګډون کوي ددې غونډو دګټوپه اړه وويل: "زه اوس پوهېږم چې اولادونه مې په کومو مضامينو کې ستونزه او په کومو کې وړتيا لري چې بايد رشد وکړي او له بلې خوا په ښونځي کې زما په ليدو د هغوئ روحيه هم ډېره لوړه شوې ده." |