 | | | پاکوالی دايمان برخه ده او خلکو ته ښايي چې په روغتونو کې دې ټکي ته زياته پاملرنه وکړي. |
پاکوالی دايمان برخه ده او خلکو ته ښايي چې په هرځای، په ځانګړې توګه په روغتونو کې دې ټکي ته زياته پاملرنه وکړي. روغتيايي کارپوهان روغتونونه د انتاناتو ځای بولي،که پاکوالی ته يې پاملرنه ونشی ، دا انتانات روغو کسانوته هم لېږدي. شميلا ،چې دکابل ښار په يوه روغتون کې بستر ده، دروغتون پاکوالی دناروغانودژر رغېدا لامل اودکورترپاکوالي هم اړين بولي. برين دکابل ښاراوسېدونکې چې څه موده پخوا په يوه روغتون کې بستروه، دروغتون دناسالم فزيکي چاپېريال له امله يې ناروغي نوره هم زياته شوې وه. دخېرخانې په ١٠٢بستر روغتون کې د موظف ډاکتر اکرم ذکي په روغتون کې پاکوالی په پام کی نه ساتل دنورو ناروغيو دپيدا کېدلو لامل وباله .  |  دروغتون پاکوالی دناروغانودژر رغېدا لامل او اړين دی.  |
ددې لپاره چې روغتونونه مود درملنې دډېرغوره مرکزپه توګه پاک سپېڅلي پاتې وي، دپايوازانوله بې ځايه تګ راتګ نه دې مخنيوی وشي. ددې ترڅنګ خاورې خځلې دې بې ځايه نه اچول کيږي اومريض داران دې هم دامکان تربريده دروغتون دپاک کارۍ په چارو کې ونډه واخلي. |