BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 08:14 گرينويچ 2010 ,15 اگست
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ښارغږ : د راستنېدونکو تعليمي اسناد

د راستنېدونکو تعليمي اسناد
دتعليمي اسنادو د قانونی پړاونو نيمګړتيادنظر وړټولګي کې دنه داخلېدو لامل کيږي.
يو شمېر افغانان چې په نورو هېوادونو کې په زده کړه بوخت دي، هېوادته دبېرته راستېدا پرمهال دزده کړې دسندونوپه برخه کې له يو لړ ستونزو سره مخ کيږي.

خالد احمد د کابل ښاريو اوسيدونکی، چې له خپلې کورنۍ سره يو کال دمخه له پاکستان نه افغانستان ته راستون شوی ،وويل:

" خور مې په پاکستان کې په نهم ټولګي کې زده کړې کولې، خو دپوهنې وزارت يې اوس په شپږم ټولګي کې نيسي. "

منير چې له ايران څخه راستون شوی، تعليمي اسناد يې ندي راوړي. هغه ګمان کاوه چې دهغه هېواد تعليمي اسنادوته به په افغانستان کې اړتيا نه وي.

ددې ډول ستونزو لاملونه قاسم قندهاری د پوهنی وزارت د نظارت د څانګې يوتن غړي د تعليمي اسنادو د قانونی پړاونو نيمګړتيا وګڼله.

د راستنېدونکو تعليمي اسناد
يو شمېرکسان دکډوالۍ ددورې دتعليمي اسنادو دنشتوالي له امله له ستونزو سره مخ کيږي.

دا قانونی پړاوونه عبارت دي له: دبهرني هېواد دښوونځي، ناحيې، دپوهنې اودبهرنيو چارو وزارتونواو په هغه هېواد کې دافغانستان ددايمي نماينده ګۍ داستازي تاييد.

هغه شمېر زده کوونکي چې ندي توانيدلي خپل تعليمي اسناد تر لاسه کړي، د راستنېدو نکو چارو وزارت دتاييدپربنسټ دسويې دآزموينې تر ورکولو وروسته کولای شي خپلو زده کړوته دوام ورکړي.

د نوماندانوتصويرونه د ښارغږ
د نوماندانوتصويرونه
له ناروغ سره سلوکد ښار غږ
له ناروغ سره سلوک
د وخت ضايع کولد ښار غږ
د وخت ضايع کول
په دکانونو کی د ګاز خطرونهد ښارغږ
په دکان کی د ګاز خطرونه
رای ورکولد ښار غږ
رای ورکول
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>