BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 10:30 گرينويچ 2010 ,14 سپتمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ښارغږ : د پيسو ژر زړښت

د پيسو ژر زړښت
په غوړو لاسونوپيسې اخيستل اودپيسودکاغذ‌ خرابوالی هم دپيسو په زړښت اغېز لري.
هرهېواد د راکړې ورکړې لپاره ځانګړې پيسې لري، چې دا پيسی د يوه تن ، کورنۍ او بالاخره د يوه هېواد شتمني ګڼل کيږي.

په ډېری هېوادونو کې خلک هڅه کوي، چې پيسې يې ژر له منځه ولاړې نشي، خو په افغانستان کې يوشمېرکسان دپيسوښه ساتنه نه کوي.

عبدالجلال د پکتيا ولايت اوسېدنکي وويل چې يوشمېرافغانان بهرني اسعارښه ساتي،خو دخپل هېواد پيسې ورته بې ارزښته ښکاري.

دوی په بانک نوټونوباندې ليکنې کوي، په ډېرې بې احتياطۍ يې په جېب کې ږدي ، چې پدې ترتيب پيسې ژر زړې او له کارنه غورځي.

همدا راز په غوړو او لمدو لاسونوپيسې اخيستل اودپيسودکاغذ‌ خرابوالی هم دپيسو په ژر زړښت اغېز لري.

د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد سيدمحمدپه اند دپيسوژرزړښت دوهم ځل چاپ ته اړتيا پيداکوي، چې داکار دولت ته اقتصادي ضربه ورکوي.

د پيسو ژر زړښت
يوشمېرخلک بهرني اسعارښه ساتي،خو دخپل هېواد پيسې ورته بې ارزښته ښکاري.

ددې ترڅنګ دپيسو زړښت دهغې ظاهري بڼه خرابوي، چې پدې توګه يې ارزښت کم او ورو، ورو له منځه ځي.

ددې لپاره چې پيسې ژر خرابې او له منځه ولاړې نشي،د هېواد هر وګړی يې بايد په ساتنه کې ځانګړې پاملرنه ولري.

کورنيوته هم ښايي ماشومان وپوهوي چې بانک نوټونه زموږ ګډه شتمني ده، هغه دې ښې وساتي.

تنکي ځوانان او انټرنټ کلپد ښارغږ
تنکي ځوانان او انټرنټ کلپ
د اخترلګښتونه دښارغږ
د اخترلګښتونه
له سړک نه تېرېدلد ښارغږ
له سړک نه تېرېدل
تلفوني اخلاقدښارغږ
ټلفوني اخلاق
د راستنېدونکو تعليمي اسنادد ښارغږ
د راستنېدونکو تعليمي اسناد
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>