 | | | که چېرې له بوډاګانوسره مناسب چلند ونشي، کيدای شي، چې خپګان ورته پيدا شي. |
انسان په طبيعې ډول لومړی ماشوم ، بيا ځوان او بالاخره دبوډاتوب پړاو ته رسيږي، چې پدې پړاو کې سپين سرې اوبوډاګان دکورنۍ ځانګړې پاملرنې ته اړدي. بوډاتوب دله منځه تللوپه مانا ندی،ځکه ډېرداسې بوډاګان شته، چې دقدرت څښتنان دي اوخپلې ورځنۍ چارې په سمه توګه پرمخ بيايي. د اسلام مبارک دين هم د مشرانو په احترام او د هغوی سره په نيک سلوک ټينګار کړی، خو بياهم يوشمېرکسان له بوډاګانوسره ناوړه چلندکوي. ددې کاردلاملونه جميلې دکابل يوې اوسېدونکې دکورنيولخوا اولادونوته سمه تربيه نه ورکول اودپوهې دکچې ټيټوالی په ګوته کړل. وحيدالله دکابل د يوه روغتون ډاکتربيا دځوانانو اوبوډاګانوترمنځ دنظرتوپيرددې ستونزې سترلامل وګاڼه. ارواپوهان پدی باور دي، چې که چېرې له بوډاګانوسره مناسب چلند ونشي، کيدای شي، چې خپګان او خواشيني ورته پيدا شي. زهرا دکابل ښار هغه اوسېدونکې ده، چې د اولادونو دناوړه چلندله امله ورته رواني ستونزه پيدا او تل له ژړاسره لاس او ګرېوان وي.  | | | داسلام مبارک دين له بوډاګانود نېک چلنددکولو حکم کړی دی. |
دځينوپه اندددې ستونزې دحل غوره لار اولادونوته زده کړه او ښه تربيه ورکول دي،چې پدې توګه هغوی هم په راتلونکې کې دخپلو والدېنو درناوی کوي. دځينو په باور زړو کاسانوته هم په کار ده، چې د اولادونو په هر کارکې مداخله ونکړي، څو وکولی شي دهغوی په زړه کې ځای پيدا کړي. |