 | | | يوازې مستحقو راستنېدونکوته دشرايطوپه پام کې نېولوسره دسرپناه لپاره ځمکه ورکول کيږي. |
پدې وروستيو کلونو کې له بهرنه خپل هېوادته دافغان کډوالوراستنېدنه تونده شوې، چې يوشمېريې تر راستنېدو وروسته له يولړستونزو سره مخ کيږي. پدې ستونزوکې بې کوري، بېکاري،اقتصادي او يولړ نورې ستونزې شاملې دي، خو ډېری راستانه شوي دسرپناه له نشتوالی سرټکوي. سره له دې، چې دکډوالوچارو وزارت راستنېدونکوته دځمکې دوېش خبرې کوي، خو ځينې کډوال بيا پدې برخه کې دستونزو يادونه کوي. صفورا (٦) کاله مخکې له ايران نه راستنه شوې، څو ځلې يې دځمکې دترلاسه کولولپاره مراجعه کړې، خوچا ورسره مرسته نده کړې. دا چې ولې يو شمېر راستانه شوي له دې ډول ستونزو سره لاس اوګرېوان دي، انجنير عبدالرحيم د دراستنېدونکوچارو د وزارت مرستيال وويل: "دراستنېدونکولخواد جعلي اسنادو جوړول، له کاری پړاوونوسره نابلدي اودراستنېدو نکو زياتوالی ددې کارلاملونه ګڼلی شو. ددې ترڅنګ دځمکې او ښارګوټو نه شتون هم ددې ډول ستونزودرامنځته کېدوکې خپله ونډه لري."  | | | يوشمېر راستانه شوي دسرپناه لپاره دځمکې په ترلاسه کولوکې له ستونزو شکايت کوی. |
داچې ټول راستانه شوي کولی شي دسرپناه لپاره ځمکه ترلاسه کړي که نه، انجنير عبدالرحيم وويل، چې دافغانستان دجمهوري رياست د(١٠٤) نمبرفرمان پربنسټ يوازې مستحقينوته دځينوشرايطوپه پام کې نېولوسره دقانون سره سم دسرپناه لپاره ځمکه ورکول کيږي. |