 | | | غوره ده، چې پخپله حاجي اودهغه کورنۍ هم دخلکو ستونزې په پام کې ونيسي. |
د افغانستان له بېلا بېلو سيمو څخه هر کال په زرګونو کسان سعودی عربستان ته د حج دفريضې د ادا کولو په نيت ورځی، خودهغوی يوشمېردبېرته راستنېداپرمهال خلک له ستونزو سره مخ کوي. دا ستونزې ډېری وخت دحاجيانودهرکلي کوونکولخوا رامنځته کيږي، چې دهېوادله بېلابېلوبرخوڅخه هوايي ډګرته ورځي. دننګرهار ولايت اوسېدونکي حاجي حيات وويل، چې دخپل حاجي دراتګ دخوښۍ له امله هغوی ترشلو ډېرې موټرې هوايي ډګرته ورولي. دحاجي دهرکلي موټرې واټونه په ساعتونوساعتونوبنداو خلک له زياتوستونزوسره مخ کوي.  | | | مولوي شريف الله حکيمي: "په ډېروموټرودحاجي هرکلی اصراف اودخلکو ځورول ګناه ده." |
مولوي شريف الله حکيمي دکابل دقره باغ اوسېدونکي په ډېروموټرودحاجي هرکلی اصراف اودخلکو ځورول ګناه وبلله. غوره ده، چې پخپله حاجي اودهغه کورنۍ هم دخلکو ستونزې په پام کې ونيسي اودهرکلي کوونکي د اوږدو ليکوله جوړولوتېر شي. |