شريف دبي بي سي دتعليمي خپرونوله لړۍ څخه |  |
 | | | په ژمنيورخصتيو کې درس ويل د زده کوونکو دسويې په لوړولو کې ځانګړی رول لري. |
د افغانستان په ډېری سيمو کې د ژمي په موسم کې ښوونځي رخصت او زده کوونکي دراتلونکي کال د درسونو لپاره پوره وخت لري. يو شمېر زده کوونکي له ژمنيو کورسونو ګټه اخلي ، يوشمېرنور په کورونوکې زده کړې کوي خوله بده مرغه ځينې يې بيا په لوبو اوساتېريوبوخت وي. داچې په ژمي کې ددرس نه ويل کومې ستونزې زېږوي، احمدشاه دکابل ښار ديوه ښوونځي زده کوونکی هره ورځ ددرس نه زده کولوله امله رټل کيږي.  | | | يوشمېر زده کوونکي په ژمنيو رخصتيو کې په کورسونواويوځينې بيا په کور کې زده کړه کوي. |
خو يوشمېر نورو بيا له ژمنيو رخصتيو سالمه ګټه پورته کړېده. شکيلادکابل ښاردرحمن مېنې دليسې زده کوونکې په ژمي کې د درس ويلوله برکته ديوه لوړ ټولګي لپاره دسويې آزموينه ورکړې وه. پورته څرګندونو له مخې دې پايلې ته رسيږو، چې په ژمنيورخصتيو کې دراتلونکي کال درسونه زده کول د زده کوونکو دسويې په لوړولو کې ځانګړی رول لري. |