BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 05:36 گرينويچ 2011 ,08 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ښارغږ: دموټروبېځايه درېدل

دموټروبېځايه درېدل
موټر چلوونکي دې خپلې موټرې پداسې ځای کې ودروي، چې خلکوته ستونزې پېښې نکړي.
د افغانستان په ډېری ښارونو کې د تېرو څوکلونو راپد ېخوا د موټرو شمېر څو برابره زيات شوی، خو سړکونه د پخوا په څېرتنګ او يو شمېر موټر چلوونکي موټرې د سړکو نو پر سر دروي.

همدا رازيوشمېرکسان موټرې دسړکونو پر سر دمينځلو لپاره دروي، چې داکار ښاريان او ترڅنګ يې دموټرو مالکان هم له ستونزو سره مخ کوي.

عبدالصبور دکابل ښار ديوه موټر چلوونکي موټر ترافيکودبې ځايه پارکنګ له امله پنچر او دهمدی ښار ديوه بل اوسېدونکي موټرترافيکو بېولی و.

ددې کار لامل دکابل ښار يوه موټرچلوونکي دښار په نېږدې سيموکې دموټر شويۍ نشتوالی په ګوته کړ، خو ددې ستونزو دحل لار څه ده؟

ځينې کسان دسړک پر سر دموټر ددرولوپه صورت کې خپله دمبايل شمېره هم دشيشې ترشا نښلوي، چې داړتيا پرمهال ورسره اړيکه ټينګه شي.

دموټروبېځايه درېدل
په ښار کې دموټرو ګڼه ګوڼه او دسړکونوتنګوالی موټرچلوونکي دموټربېځايه درېدوته اړباسي.

داچې له يوې خوا دښار سړکونه کوچني او له بلې خوا دموټروګڼه ګوڼه ډېره وي، د سړک پرسر دموټرو درول د اوږدې مودې لپاره د لارې دبندېدو لامل هم کيږي.

غوره ده، چې موټر چلوونکي دخلکو ستونزو ته په کتوسره خپلې موټرې پداسې ځای کې ودروي، چې له يوې خوادسړک دبندېدو لامل نشي او له بله پلوه خلکوته ستونزې پېښې نکړي.

په فاتحه کې لګښتد ښارغږ
په فاتحه کې لګښت
ځوانان په کوڅو کېدښارغږ
ځوانان په کوڅو کې
د ويالو بندښتدښارغږ
د ويالو بندښت
د بوټانو ورکېدل ښارغږ
دبوټانو ورکېدل
ژمنۍ رخصتي د ښارغږ
ژمنۍ رخصتي
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>