 | | | مړي ته دعا اودهغه دکورنۍ له پاتې کسانو سره غمشريکي دهر مسلمان دنده ده. |
هر مسلمان ته ښايي، چې دبل مسلمان په غم او ښادۍ کې شريک شي، مړي ته دخدای (ج) له دربارنه دبښنې لاسونه پورته او کورنۍ ته يې دصبر غوښتنه وکړي،خو يوشمېرکسان په فاتحه کې ملاماتوونکي لګښتونه کوي.
دا چې داشان لګښتونه دمړي کورنۍ ته کومې ستونزې زېږوي، خاطرې وويل، چې دانا په مرګ کې يې پلار (٢٠٠) زره افغانۍ پوروړی شو. نوموړی دپور د ادا کولواوپيسودګټلو لپاره اړشو، چې له هېواد نه بهر سفر وکړي. دهغه کورنۍ اوس له زياتوستونزو سره لاس او ګرېوان ده. بخت زمينې دچاريکارو اوسېدونکې په فاتحه کې دبې ځايه لګښتونو لامل پخواني رواجونه، خوځينې نوريې بيا له اسلامي لارښوونو بې خبري ګڼي.  |  په فاتحه کې بې ځايه لګښت دمړي پاتې کسان له ستونزوسره مخ کوي.  |
داچې داسلام مبارک دين په دې اړه څه حکم کوی،قاري برهاني مړي ته دعااو له کورنۍ سره يې غمشريکي دمسلمان حق وګاڼه. په مړي پسې خيرات بايد دتوان په اندازه وشي، څو دهغه پاتې کسان له ستونزوسره مخ نشي. |