محمد قاسم عارف د بي بي سي دتعليمي خپرونو له لړۍ څخه |  |
 | | | يوشمېرخلک توانيدلي، چې په شخصي لګښت دښوونځي لپاره ودانۍ جوړې کړي. |
دافغانستان په ليری پرتوسيمو کې د ښوونځيو او تعليمي موسسو جوړول ستونزمن کار دی، چې په ځينو ځايونوکې کوچني ماشومان ښوونځي ته درسېدولپاره ډېر منزل کولوته اړ دي. د افغانستان دپوهنې وزارت ديوې شمېرې له مخې دمګړۍ نېږدې (9) مليونه زده کوونکي په ټول هېواد کې په زده کړه بوخت دي. ددوی ډېری يې له راز، راز ستونزو سره مخ دي.دخوست اوسېدونکي ډول ګل وويل، چې ماشومان يې اړدي دورځې (20) افغانۍ کرايه ورکړي. دې راز ستونزو ته يوشمېر خلکو دحل لار موندلې اود دولت ياهم بهرنيو موسسو مرستو ته يې انتظار نه دی اېستلی.  | | | دم ګړۍ نېږدې (9) مليونه زده کوونکي په ټول هېواد کې په زده کړه بوخت دي. |
د ننګرهار ولايت د سره رود ولسوالۍ د ککړک اوسېدونکي، ډګروال مير عالم پخپله څلورجريبه ځمکه کې پخپل لګښت دنجونوښوونځی جوړ کړی دی. که چېرې دکليو مشران او مخور کسان دخپلو ماشومانو راتلونکې ته پاملرنه وکړي، کولای شي پدې برخه کې شته ستونزې په لږ وخت کې له منځه يوسي. |