سيدمصطفی حماس دبي بي سي د تعليمي خپرونوله لړۍ څخه |  |
 | | | ډېری ځوانان ټاکلي ځای ته تر رسېدو وروسته دکارد نشتوالي له امله بېرته راتګ ته اړکيږي. |
دملګرو ملتونو ديونسف ادارې په وينا امريکا، اروپا، استرليا او ځينو نورو هېوادونوته د افغان ځوانانو ناقانونه سفرونه ډېرشويدي. ددې ځوانانو په جمله د هېواد دليرې پرتوسيمو ځوانان هم شامل دي.ددوي زياتره دلارې په اوږدوکې له ستونزوسره مخ کيږي. مطيع الله، چې د ترکيې له لارې يونان ته د غيرقانوني سفر تجربه لري او په دښتو غرونو کې د لوږې تندې کيسې يې په ياد دي داسې وويل: " قاچاق وړونکي اصلا رښتيا نه وايي ، موږ په خپلو سترګوداسي کسان وليدل چې په سمندرکې ډوب شول. قاچاق وړونکو دهغوی کورنيوته دهغوی درسېدوډاډ ورکاوه او خپلې ژمنه شوې پيسې يې ترې غوښتلې. " دحاجی عزيزدکابل ښاراوسېدونکي زوی دايران او ترکيې له لارې يونان ته غيرقانوني سفرکاوه، چې تر نن پورې يې دمرګ او ژوند پته نشته. له دې سربېره ټاکلي ځای ته په رسېدوسره هم ځوانان له زياتوستونزو مخ ، کار نه مومي او اړکيږي، چې بېرته خپل هېواد ته راستانه شي.  | | | په وروستيوکلونوکې امريکا،اروپااو استرليا ته دافغان ځوانانوناقانونه سفرونه ډېرشويدي. |
داچې ولې ځوانان دې راز سفرونه ته زړه ښه کوي، اول خان جبارخېل يې لامل نيستي او اقتصادي ستونزې وباله. ددې لپاره، چې له دې رازستونزو مو ځوانان ژغورلي وي، کورنيوته ښايي، چې هغوی پخپل وطن کې کارکولوته وهڅوي اودبهر دسفرپه خطرونويې پوه کړي. |