BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 10:24 گرينويچ 2011 ,17 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ابادی غږ : د اوبو دبمبی ساتنه

داوبودڅاه اوبمبې ساتنه
ددې لپاره، چې دڅښلوپاکې اوبه ولرو، لازمه چې دڅاه اودهغې بمبې ساتنه وکړو.
د افغانستان د يوشمېر کليو او بانډو خلک دڅښلو اوبه له کارېزونو او چينونه لاسته راوړي، خو هغه کلي ، چې دا آسانتياوې نلري ، اوسېدونکي يې له ستونزو سره لاس او ګرېوان وي.

ددې ستونزې دلېرې کولو په موخه يوشمېر خيريه ټولنو پدې سيموکې لاسې بمبې لګولي، خو دخلکو دنه پاملرنې له امله يې زياتره ژر له کاره لوېدلې دي.

د کابل دپغمان اوسېدونکي نويدالله وويل، چې دکلي دجومات ترڅنګ يې لاسې بمبې دکلي اوسېدونکوته ډېره آسانتيا رامنځته کړې وه.

له څه مودې وروسته نامالومو کسانو بمبه خرابه او وسپنه يې پلورلې ده، چې اوس دکلي اوسېدونکي دپاکو اوبو دنشتوالي له ستونزې سره مخ دي.

داوبو دلاسي بمبې فني کسان وايي،کله ناکله بمبه هوا نيسي يا يې يخ وهي، خلک ګمان کوي، چې بمبه به خرابه شوې وي.

داوبو دڅاه اوبمبې ساتنه
ماشومان بايد داوبوله بمبې څخه دسمې ګټې اخستنې په ګټووپوهول شي.

ددې ترڅنګ د بمبې د واشل او سلندر خرابېدل هم بمبه له کاره غورځوي، چې جوړول يې دفني کسانو دنده ده.

ددې لپاره، چې دڅښلو پاکې اوبه ولرو، لازمه ده، چې د اوبو دبمبې او دهغې د څاه ساتنې ته ځانګړې پاملرنه وکړواو پرې نږدو، چې ماشومان پداسې څاه ګانوکې هرڅه وغورځوي.

د زړو کسانومناسب خواړهد آبادۍ غږ
د زړو خواړه
 ژمی اوڅارويد آبادۍ غږ
ژمی اوڅاروي
قابله ګيد آبادۍ غږ
قابلګي
ژمنۍ رخصتيد آبادۍ غږ
ژمنۍ رخصتي
جبري ودونهد آبادۍ غږ
جبري ودونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>