اسلام الدين دپکتيا ولايت دګردېزاوسيدونکی داقتصادي کمزورتيا له امله نشي کولای، چې په ژمي کې پرته له وچو واښوڅارويوته بل څه ورکړي.
خو ځينې مالداران بيا څارويوته دوچو واښوترڅنګ رشقه، بېده، جوار او وچه ډوډۍ ورکوي. همدا رنګه دوربشو ورکول هم څاروي له کمزورتيا ساتي.
دڅارويوډکتران په ژمي کې څارويو ته مکمل خواړه نه رسېدل دهغوی دکمزورۍ لامل بولي. ډاکترلطف الله ړنګ دڅارويو دناروغيو کارپوه وويل:
"په ژمي کې دې دڅارويو په خوړوکې اوبه ، مالګه او دانه لرونکي خواړه ورزيات شي، څو څاروي دناروغيو په وړاندې مقاومت پيدا اوکمزوري نشي."