 | | | "دعلم زده کړه په هرنارينه او ښځينه مسلمان فرض ده." |
د افغانستان زيات شمېر نجونې او هلکان زده کړې ته ليواله دي، خوبېلابېل لاملونه دهغوی ددې کارخنډ کيږي. په ځينو سيمو کې خلک د نجونو تعليم شرم ګڼي او پدې توګه يې هغوي ښوونځي ته له تګ نه محرومې کړې دي. صفورا هغه مور ده، چې دکورکار ورته له زده کړې ډېرارزښت لري او ددې کار لپاره يې خپله لور ښوونځي ته له تګ نه منع کړېده. ځيني د نجونو زد ه کړه د خپل غيرت خلاف کار بولي او وايي، چې نجونې له پېغلتوب نه مخکې يوازې په جومات کې ديني زده کړې کولی شي. خو په يوشمېر سيموکې بياد زده کړې حق دهلک او نجلۍ لپاره برابر بولي او وايي، چې نجونې هم کولای شي کارومومي اوشهرت تر لاسه کړي. حاجي گلرحمن د ننګرهار ولايت دجلال آباد ښار اوسېدونکي د هلکانوپه پرتله دنجونو زدکړه اړينه وبلله او نجوني يې دټولنې محروم قشر وګاڼه.  | | | په ځينوسيموکې نجونوته له پېغلتوب نه مخکې يوازې په جومات کې دديني زده کړواجازه شته. |
د اسلام مقدس دين هم په دې هکله پوره لارښوونه کړې او په يوه حديث شريف کې راغلي، چې دعلم زده کړه په هرنارينه او ښځينه مسلمان فرض ده. پر موږ ده څوخپلواولادونو، خوېندو او وروڼوته دزده کړې يوډول زمينه برابره کړو. |