BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 10:20 گرينويچ 2010 ,03 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د آبادۍ غږ: ژمی او څاروي

ژمی او څاروي
غوجل دې مخ په لمر جوړه ، تازه هوادې ورته ورسيږي اوهڅه دې وشي، چې وچه وساتل شي.
د افغانستان په سړو سيمو کې مالداران د څارويو د خوندې او ګرم ساتلو لپاره له داسې غوجلو څخه کار اخلي، چې هوايې تياره او ځمکه يې نم لري.

د کابل د بګراميو ولسوالۍ يوې مېرمنې وويل، چې په ژمي کې يې غوا په نمناکه غوجله کې ساتله، په پسرلي کې يې خام بچی وزېږاوه.

دڅارويوډاکټران په دې باور دي چې ټول څاروي ، په ځانګړې توګه بلاربې غواوې د يخ په وړاندې مقاومت نه لري.

که داسې څاروي د ژمي لخوا په تود ځای کې ونه ساتل شي، شيدې يې کمېږي او دبلاربې غواد سقط لامل هم کيږي.

د کابل پوهنتون د وتر نرۍ د پوهنځي استاد اسدالله په غوجله کې د يو ډول ګاز دشتون وويل، چې څاروي په سينه اوبغل اخته کوي.

ددې لپاره، چې څاروي موپه ژمي کې له سړې هوا خوندي ساتلي وي، غوجلې مخ په لمر جوړې او وخت په وخت دې پاکې شي.

ژمی اوڅاروي
که دغوجلې هوا تازه نشي، په غوجل کې ديوډول ګاز شتون څاروي په سينه اوبغل اخته کوي.

څاروي هم د انسانانو په څېر آزادي هوا ته اړتيا لري، غوجله بايد پراخه او څاروي دې يوله بل نه په فاصله کې وساتل شي او هڅه دې وشي، چې دغوجلې ځمکه تل وچه وي.

 د انار چاودلد آبادۍ غږ
د انار چاودل
ژېړ غوړيد آبادۍ غږ
ژېړ غوړي
سوله پاله څېرهد ابادۍ غږ
سوله پاله څېره
کلي او خامه سړکونهد آبادي غږ
کلي او خامه سړکونه
د ښو مستو جوړولد آبادۍ غږ
د ښو مستو جوړول
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>