 | | | په کليو کي دخامه سړکونوخرابوالی، يادوسيموته د وارداتي توکه بيه هم لوړوي. |
په کليو کې د خامه سړکونو شتون، کليوال دتګ راتګ پرمهال له يولړستونزو سره مخ کوي اوکله ناکله هغوی اړکيږي، چې ښارته درسېدولپاره له اوږدولاروګټه واخلي. دا راز ستونزې هغه مهال ډېرې رامنځته کيږي، چې د واورو او بارانونو له امله خامه سړکونه خټې اوترافيک په ټپه ودريږي. سيف الدين د شبرغان اوسېدونکی په خامه سړک کې دموټر دبندېدوله امله دژمي سړه شپه په موټرکې تېره کړې وه. که دطبيعي پېښو له امله خامه سړکونه خرابيږي، له بله پلوه يوشمېربزګران هم دځمکې خړ و بو لوپرمهال اوبه خامه سړکونو ته اړوي چې سړکونه خرابوي. په کليو کي د فرعي سړکونوخرابوالی، يادوسيموته دموټرو دکرايې دزياتولي لامل کيږي اوترڅنګ يې دوارداتي توکو بيه هم لوړيږي.  | | | که چېرې کليوال دخامه سړکونوجوړولو ته پاملرنه وکړي، خپل سفربه يې بې خطره کړی وي. |
احمد خالد دکابل د پغمان اوسيدونکي وويل، چې په يوشمېرکليوکې خلکودملي پيستون له تګلارو نه ګټه اخيستې اويايې هم پخپله دسړکونوجوړولوته ملاتړلې ده. که چېرې کليوال په ګډه دخاموسړکونو ساتلو ته پاملرنه وکړي، له يوې خوابه يې ښارونوته سفر بې خطره وي او له بله پلوه به خپل محصولات هم په اسانه بڼه ښارونوته ولېږدوي. |