 | | | دپټاټوپه اندازه دې ځمکه وکيندل شي، بيادې پټاټې ځاې پرځای اوپرسردې خاوره واچول شي. |
پټاټې(کچالو) دافغانستان د خلکو له مهمو خوړو څخه شمېرل کيږي، همدا لامل دی چې بزګران يې زيات کري او له محصولاتو څخه يې سر وکال ګټه اخلي. د کرنې وزارت د چارواکو په وينا پټاټې زياتره په باميان، غزني، ميدان وردګ او ځينونوروسړوسيمو کې کرل کيږي. پټاټې د کال په يوه ځانګړي موسم کې حاصل ورکوي، بزګران اړ دي چې ذخيره يې کړي اودکال په نورو فصلونوکې هم ترې ګټه واخلي. محمدعلي د باميانو د فولادي درې يو تن اوسېدونکي د پټاټو د ذخيره کولو په اړه وويل: "دپټاټوپه اندازه ځمکه کيندو، پټاټې پکې اچوو، لومړی يې پرسر وچه اوبيا لمده خاوره اچوو چې داپټاټې دکال ترپايه نه خرابيږي." ځينو بزګرانو په ځمکه کې زېرخانې جوړې کړې او دپټاټولپاسه پلاستيک اچوي چې له يخ وهلو خوند وساتل شي. يوشمېربزګران دپټاټوله خرابېدو سرټکوي ، نادرشاه دپغمان يوتن بزګروويل چې لګېدلې(زخمي) پټاټې روغې پټاټې هم خرابوي.  | | | پټاټې زياتره په باميان، غزني، ميدان وردګ او ځينونوروسړوسيمو کې کرل کيږي. |
ددې ترڅنګ ذخيرې ته اوبه ورتلل او دسيمې آب اوهوا هم دپټاټودساتلو په لارو چارو اغېز لري. پټاټې هم بېلابېل ډولونه لري چې ځينې ډولونه يې دساتلو او ذخيره کولو وړتيا نلري او ژر خرابيږي. |