BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 08:40 گرينويچ 2010 ,01 اگست
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ابادۍ غږ: کشمشخانه

کشمش خانې
کشمش خانه دې په لوړ ځای کې جوړه اوشا او خوادې جالۍ ونيول شي .
بڼوال ډېری وخت د شنو مميزو ښه والی په کشمشخانو پورې تړي او وايي که چېرې د کشمشخانې د جوړښت پر مهال ځينې ټکي په پام کې ونيول شي ، کشمش به يې ښه رنګ او خوندولري.

غلام حبيب غزني د مقر ولسوالۍ داوسېدونکي په اند هغه انګور چې په کشمشخانه کې وچ شوي وي، د لمر تر مميزو درې چنده په لوړه بيه خرڅېږي.

داچې کشمشخانه څرنګه جوړه شي څو ښه مميز ترې ترلاسه شي، د غزني ولايت يو بل اوسېدونکی، عبدالمالک وويل:

"کشمش خانه کې دې د هوا لپاره لوی سوري پکې پرېښودل شي، له بڼ دې ليرې ودانه شي ، ځکه چې په ونو کې انګور سم نه چيږي."

کشمش خانه
"هغه انګور چې په کشمشخانه کې وچ شوي وي، د لمر تر مميزو درې چنده په لوړه بيه خرڅېږي.

په دې وروستيو کې يو شمېر خلکو د پخوخښتو کشمشخانو جوړولو ته مخه کړې ، خو ځينې بڼوال دا راز کشمشخانې ګرمې بولي چې انګورپکې خرابيږي.

دکابل دکرنې وزارت دبڼوالۍ دبرخې مدير وحيدالله وويل چې کشمش خانه دې په لوړ ځای کې جوړه شي،شا او خوادې جالۍ ونيول شي څو له مارغانو او مچيو خوندي وي او دهوا دچلېدولاره دې هم ولري.

کليوالي جرګې د ابادۍ غږ
کليوالي جرګې
دکروتو وچولدآبادۍ غږ
دکروتو وچول
ميراثد آبادۍ غږ
ميراث
توره زيرهد آبادۍ غږ
توره زيره
د آبادۍ غږد آبادۍ غږ
په ويالو کې د اوبو ضايع کېدل
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>