BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 04:17 گرينويچ 2010 ,24 جولاى
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ابادۍ غږ: کليوالي جرګې

کليوالي جرګې
که جرګه داسلام دسپېڅلي دين له اساساتوسره سمې پرېکړې وکړي،پايله به يې غوره وي.
جرګه د افغانانو پخوانی دود دی چې له همدې لارې بېلابېلې ستونزې لکه د ځمکې او اوبو پر سر لانجې، دکورنيوترمنځ دښمنۍ اونورې شخړې هواروي.

کليوالې جرګې د قومي مشرانو، سپين ږيرو او ديني عالمانو څخه جوړيږي چې دجرګې غړي بايد دواړو خواوو ته د باور وړ وي .

کليوالې جرګې يو لړ پرېکړې هم کوي. ګل محمد حق دوست، د هرات ولايت د کوهستان ولسوالۍ يو تن اوسېدونکی وويل:

"تېر کال زموږ په کلي کې يو کس ووژل شو. جرګې قاتل وباښه چې تر نن ورځې پورې خلکو دجرګې پرېکړې ته په درنه سترګه کتلي دي. "

په کليوالو جرګو کې دشوو پرېکړو لپاره له دواړو خواوو څخه ضمانت اخيستل کيږي ، چې په راتلونکې کې هيڅوک دپرېکړې خلاف کارنشي کولی.

کليوالي جرګه
کليوالې جرګې د قومي مشرانو، سپين ږيرو او ديني عالمانو څخه جوړيږي.

مولوي جمال الدين دحاجي چمن د دارالعلوم يو تن استاد د کليوالي جرګو يو شمېر پرېکړې دشريعت خلاف وبللې لکه په بدوکې نجلۍ ورکول يادکور سوځول او داسې نور.

که جرګه داسلام دسپېڅلي دين له اساساتوسره سمې پرېکړې وکړي،پايله به يې غوره او خلکوته به هم دمنلو وړ وي.

دکروتو وچولدآبادۍ غږ
دکروتو وچول
 په کليو کې د څښاک اوبهد ابادۍ غږ
په کليو کې د څښاک اوبه
ميراثد آبادۍ غږ
ميراث
توره زيرهد آبادۍ غږ
توره زيره
د آبادۍ غږد آبادۍ غږ
په ويالو کې د اوبو ضايع کېدل
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>