BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 07:13 گرينويچ 2010 ,06 جولاى
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ابادۍ غږ: په کليو کې د څښاک اوبه

په کليو کې د څښاک اوبه
په ځينوسيموکې خلک اړکيږي چې دڅښاک پاکې اوبه له ليرې ځايونوترلاسه کړي.
د افغانستان په کليو کې خلک د چينو، کاريزونو، سيندونواو ياهم دڅاه ګانوله اوبو څخه دڅښاک لپاره کاراخلي.

په ځينو سيمو کې بيا خلک له دې ټولو سرچينو څخه بې برخي اود څښاک لپاره له ډنډو نو او سر پرانيستوذخيروله ناپاکو اوبو نه ګټه اخلي.

د شکردرې دکوچکين اوسېدونکي حاجي توتي وويل چې په سرپرانيستوڅاه ګانوکې هر راز خزندې اوکثافات تر سترګوکيږي .

دې ستونزې ته په کتو يوشمېر خلک دې اړ کيږي چې دڅښاک پاکې اوبه له ليرې سيمو ترلاسه کړي.

خوځينوبيا داستونزه دڅاه ګانودسرپه پوښلويا دچينواوکارېزونوپه شاوخوا ددېوالونوپه کولو تر يوه بريده حل کړېده.

عبدالستار د کابل د چشمه عثمان يو تن اوسېدونکی وويل چې دملي پيوستون د پروګرام په مرسته يې له ذخيرې ترخپلوکورونوپايپونه غځولي دي.

په کليوکې دڅښاک اوبه
يوشمېرخلک د څښاک لپاره له ډنډونو او سر پرانيستوذخيروله ناپاکو اوبو نه ګټه اخلي.

د څښلو دروغتيايي اوبودکارپوه ډاکټر ضياالله شفيق په اند دډنډونو او ذخيرو په اوبو کې دوخت په تېرېدو مکروب ځای پيدا او د څښلو وړ نه وي.

دڅښلودپاکواوبو دترلاسه کولولپاره دې کليوال هڅه وکړي چې د څښاک اوبو دڅاګانو سرونه پټ کړي او د امکان تربريده دې د کلورين له مايع څخه ګټه واخلي.

ميراثد آبادۍ غږ
ميراث
توره زيرهد آبادۍ غږ
توره زيره
د آبادۍ غږد آبادۍ غږ
په ويالو کې د اوبو ضايع کېدل
په کليو کې د برېښنا جوړونهد آبادۍ غږ
په کليو کې د برېښنا جوړونه
امريکايي رشقهدآبادۍ غږ
امريکايي رشقه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>