 | | | بزګران امريکايي رشقه د ناروغيو په وړاندې دزيات مقاومت درلودونکې بولي. |
په دې ورستيو کې د افغانستان په ځينو سيمو کې يو ډول امريکايي رشقې رواج موندلی، چې مالداران يې له حاصل نه خوښي څرګندوي. داچې له وطنۍ رشقې سره يې توپير څه دی، عبدالمالک دغزني ولايت يوه بزګر وويل چې څوځله رېبل کيږي،يخ يې نه وهي،ډنډرنلري اودڅارويولپاره ډېره ګټوره ده بزګران امريکايي رشقه د ناروغيو په وړاندې دزيات مقاومت درلودونکې بولي او وايي چې ددې رشقې تخم دې ترکرلومخکې په اوبوکې لوند شي. په هغه ځمکه کې چې رشقه کرل کيږي، دوه درې ځلې دې يوې شي اوددې لپاره چې تخم يې ناغه نشي،غوره ده چې په اوبوکې وپاشل شي.  | | | درشقې له تخم سره دخاورې ياشګې ګډول درشقې تخم په ټول پټي کې خپروي. |
ددې لپاره چې درشقې تخم نورې حشرې له مينځه يونه سي، بهاوالدين دکندهار دپنجوايي يو بزګردرشقې له تخم سره دخاوروتېل ګډوي. ځنيې بزګران درشقې له تخم سره خاورې ياشګه هم ګډوي. ددې کار ځانګړتيا داده چې تخم پر يوه ځای نه راشين کيږي اوټول پټي کې خپريږي. |