 | | | دماشوم وهل دهغه په ذهني وده ناوړه اغېزه کوي او خپل درسونه سم نشي زده کولی. |
صبراو حوصله دانسان دښوصفتونوڅخه ګڼل کيږي. مور او پلار ته ښايي چې په ډېره مينه او زغم دخپل اولاد پام دهغه تېروتنو ته ور واړوي، خويو شمېرخلک وايي: "چېرته ډب ، هلته ادب". نور هُما دکابل د شکر درې اوسېدونکې څلور ماشومان لري او هر وخت يې وهي ټکوي. هغې دډېرو اولادونو کنترولول پرته له وهلوناشوني وګڼل. ځينې نوربيادماشوم وهل ردوي. نورافضل دشکردرې يوبل اوسېدونکی خپل ماشومان په خبروپوهوي او وايي چې زغم دانسان دښوصفتونوڅخه دی. وحيدالله عبدالرحيمزی دپکتياپوهنتون دارواپوهنی استاد وويل: "دوالدېنو لخوا دماشوم وهل دهغه په ذهني وده ناوړه اغېزه کوي او خپل درسونه سم نشي زده کولی.  | | | ماشومانوته دې دلوبو اونورو سالموبوختياوو زمينه برابره شي. |
همدا رازله تاوتريخوالي په ډکه کورنۍ کې سترشوي ماشومان ډارن اوپه ټولنيزو مسايلوکې سمه ونډه نشي اخيستلی." ديني عالم، شېر مقصود حيدري وويل چې الله تعلی "ج" فرمايلي چې هغه ذات تل د زغم لرونکو ملګری دی. دماشوم په وړاندې له زغم نه کار اخيستل اودهغه غوښتنو اوخبرو ته غوږ نيول، ماشوم مهربان او زړور لويوي. |