BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 05:14 گرينويچ 2010 ,17 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
دآبادۍ غږ: د قطره يي اوبو لګولو سيستم

 د قطره يي اوبو لګولو سيستم
دافغانستان په يوشمېرسيموکې ځينوکسانو دقطره يي اوبولګولو سيستم عملي کړی دی.
د افغانستان بزګران اوبڼوال د کښتونواوبڼونو د خړوبولو لپاره له عنعنوي اوبو لګولو څخه کار اخلي، چې په ځينو سيمو کې د اوبو له کمښت سره هم مخ کيږي.

له دې ځايه واورئ!

د کرنې د کارپوهانو په وينا په عنعنوي بڼه خوړوبولوکې ، ډېری اوبه د وښو او هرزه ګياوو خوراک شي او دپام وړ ونواوبوټوته نه رسيږي.

ددې ستونزې دحل غوره لار د قطره يي اوبو لګولو سيستم دی . د کابل ولايت د کرنې رييس عبدالکبيروويل:

"پدې سيستم کې د اوبو ذخيره په يوه نسبتا لوړ ځای کې جوړيږي او له ذخيرې څخه د ځمکې يا بڼ په لور يو غټ پايپ غځول کيږي.

وروسته داپايپ په کوچنيوپايپونو ويشل اوټاکلوځايونوته غځول کيږي." ددې سيستم په کاراچول په پيل کې يوې کمې اندازې پانګونې ته اړتيالري.

د قطره يي اوبو لګولو سيستم
دقطره يي اوبوپه سيستم کې داوبوذخيره په لږ څه لوړځای کې جوړيږي.

دافغانستان په يوشمېرسيموکې ځينوکسانو دا سيستم عملي کړی او له ګټې يې خوښ دي.

دکابل دقره باغ يوتن بڼوال د انګورو د بڼ په خړوبولو کې له دې سيستم څخه کار اخلي، چې له يوې خوا يې داوبولګښت کم شوی اوله بله پلوه يې کارهم آسانه شوی دی.

 د نجونو پرله پسې زيږون د آبادۍ غږ
د نجونو پرله پسې زيږون
دپسونوټوخیدآ بادۍ غږ
د پسونو ټوخی
معتادين او ورزشدآبادۍ غږ
معتادين او ورزش
دچرګانوساتلدآبادۍ غږ
دچرګانوساتل
د معتاد شخصيتد آبادۍ غږ
د معتاد شخصيت
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>