د افغانستان ډېرى کليوال په کورونو کې چرګان ساتي خو يو شمېريې دچرګانودساتلو اودانې ورکولو په هکله پوره تجربه نلري. روح افزا دکابل دقره باغ اوسېدونکې يوه له همداشان کسانونه ده چې چرګان يې دمړې چرګې دغوښې د ورکولو له امله ټول مړه شوي وو. ددې ترڅنګ چرګانو ته نا پاکه او وراسته خواړه ورکول هم چرګان په ناروغيو اخته کوي. پدى اړه نورالدين د کرنى او مالدارى متخصص وويل: "ناپاک او وراسته خواړه دناروغيو په وړاندې دچرګانودبدن مقاومت ټيټوي اوپه شلکي،سپين نس ناستي اوځينونورو ناروغيويې اخته کوي." که چرګانو ته ښه خواړه او پاکې اوبه ورکړل شي ،په ډېرې چټکۍ وده کوي،خو داچې دچرګانولپاره ښه خواړه کوم دي، مسعود نياوي دڅارويوډاکتر وويل:  | | | جوار، غنم ، وريجي ، وچه ډوډۍ، شفتله، رشقه او سبزيجات دچرګانولپاره ښه خواړه دي. |
"دچرګانولپاره ښه خواړه : جوار، غنم ، وريجي ، وچه ډوډۍ، شفتله، رشقه، سبزيجات ،پاکې اوبه دکوډلې پاک او وچ ساتل دي چې داکار دچرګانوپه روغتيااودغوښې اوهګيوپه ډېروالي کې ستره ونډه لري." |