 | | | په نشه روږدېدل لومړى دنشه يي رواني سيستم اوبيايې فزيکي ځواک له منځه وړي. |
په نشه روږدېدل د انسان په شخصيت، رويه او اخلاقو کې هم دپاملرنې وړ بدلون راولي. محمد جان د پکتيا يو تن اوسېدونکی وويل چې په نشه روږدېدل دغلااوفحشاوو سبب هم کيږي. ډېری په نشه روږدي کسان په دې پوهيدلي چې نشې يې په ټولو خويونو کې بدلون را وستی، حميد د وردګو اوسېدونکی چې په نشه روږدى دى وويل: (( له نشې وړاندې مې ښه روغتيا درلودله خو اوس ډېر کمزوری شوى يم ، په کور کې مې څوک نه پرېږدي ، شخصيت او عزت مې له لاسه ورکړی . بې روزګاري يو له هغو بنسټيزوعواملو څخه ده چې په نشه روږدي کسان په غلا پيل او په نتيجه کې يې هغوی په ټولنه کې خپل حيثيت له لاسه ورکوي . وحيدالله کوشان،دنجات سنټر يو تن ډاکتر وويل چې په نشه روږدېدل لومړى دنشه يي رواني سيستم اوبيايې فزيکي ځواک له منځه وړي.  | | | په نشه روږدېدل د انسان په شخصيت، رويه او اخلاقو کې هم دپاملرنې وړ بدلون راولي. |
خوکه چېرې انسان نشه پرېږدي، په ټولنه کې خپل له لاسه ورکړى حيثيت مومي او له دې امله راپيداشويو ستونزوته دحل لار موندلاى شي. اشرف چې پخوا يې نشه کوله او اوس يې پرېښې، وويل چې پخوا کورنۍ اوټولنې ور ځينې کرکه درلودله خو دنشې په پرېښودلو يې ټولې ستونزې حل اود کارکسب څښتن شوى دى. |