BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت:
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
دآبادۍ غږ: له روږدوکسانو سره د کورنۍ مرسته

په نشه روږدي
ځيني کسان په نشه يي توکوروږدوکسانوته د مجرم په سترګه ګوري او ناوړه چلند ورسره کوي.
په نشه روږدېدل هم دنوروناروغيو په څېر ددرملنې وړ ده خو که چيرې کورنۍ دروږدو کسانودرملنې اوڅارنې ته مټې راونغاړي.

داچې په مخدره توکو له روږدو کسانو سره ځينې کورنۍ څرنګه چلند کوي، نعمت،د ميدان وردګو ولايت اوسېدونکی په دې اړه وويل:

"کله چې مې خواښې زما له نشې خبره شوه ، زماپه مېرمن يې اولاد زيان کړ ، ويل يې نشه يي به څه وي زوی به يې څه وي."

ځيني کسان په نشه يي توکوروږدوکسانوته د مجرم په سترګه ګوري او ناوړه چلند ورسره کوي چې داکار ناوړه پايلې هم له ځان سره لري.

عبدالحميد د کندهار اوسېدونکی دنشې له پرېښودلو وروسته چې کله کورته ستون شو، چاورته دانسان په سترګه نه کتل ،بېرته يې نشې ته مخه کړه.

رواني ډاکټران معتادينوته دکورنۍ پاملرنه اړينه بولي. ډاکتر عبدالواحدوويل چې کور نۍ دې معتاد دخبروله لارې نشې پرېښودلو ته راضي کړي.

هغه دې په يو روغتيايي کلينک کې بستر او تر درملنې وروسته دې ورته د کار شرايط برابر او باور دې پرې وکړي.

په نشه روږدي کسان
کورنۍ دې معتاد دخبروله لارې نشې پرېښودلو ته راضي اودکارشرايط دې ورته برابرکړي.

د اسلام مبارک دين هم په نشه روږدي کسان دسهولت او خواخوږۍ وړ بولي،په کابل کې د سيدالمرسلين د جامع جومات ملا امام مولوي احمدګل وويل:

"رسول الله فرمايلي چې تاسې په خلکو سهولت راولئ ، له سختي ډډه وکړئ،هغوی ته زېری ورکړئ چې په راتلونکي کې به ښه خلک شي."

په نشه دروږدېدولاملونهدآبادۍ غږ
په نشه د روږدېدلو لاملونه
دکونډو حقوقدآبادۍ غږ
په ميراث کې د کونډې حق
دخوسکي پالنهدولس خبرې
دخوسي پالنه
دآبادۍ غږ: دغنمو ساتلدآبادۍ غږ
دغنمو ساتل
د پسونونسل ګيريد آبادۍ غږ
د پسونونسل ګيري
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>