 | | | دنسل ګيرۍ لپاره دبدلو نسلونو يوځای کول جينونه کمزوري کوي او نسل کمزوری پيدا کيږي |
مالداران پسونه دښومحصولاتودلاسته راوړنې لپاره ساتي خو که چيري د پسونودنسل اخيستنې لپاره ښه نسل ونه ټاکل شي، هغوئ ته ډېر زيان اړوي. پسونه په عامه توګه په دوو ډولونو ويشل شوي، کورني او بهرني نسلونه چې د عربي ، مزاري ، هزارګي ، کندهاري ، غلجي او قرغ په نومونو ياديږي . خو غوره نسل پسونه هغه دي چې د پسونو له خپل نسل سره يوځای شي ، سالم وی اوښه سابقه ولري. دڅارويو ډاکتران وايي چې بدل نسلونه بايد سره يوځای نه شي ، ځکه په دې کار سره قوي جينونه کمزوري کيږي او نسل کمزوری پيدا کيږي . د وردګ ولايت يو تن مالدار صديق وويل: "دنسل اخيستنې پسه ته ښه خوراک او څښاک ورکوم ، ځکه مې دپسونو نسل ښه دی ، توليد يې زيات او په ښه بيه يې هم پلورم."  | | | که چيري د پسونودنسل اخيستنې لپاره ښه نسل ونه ټاکل شي، هغوئ ته ډېر زيان اړوي. |
دهر ډول نسل پسه د خپلې سيمې له اقليم سره عيار وي. د پغمان ولسوالۍ د حيواني کلينک يوتن ډاکتر، سالم بدر وويل: " دتودوسيموپسونه له ګرم چاپيريال سره عيار دي که سړوسيمو ته ولېږدول شي هم يې توليد کميږي اوهم يې د مړينې ګواښ شته." |