 | | | د ښه تاوخانې د لوګي سوري په کوټه کې راوګرځول کيږي اوخونې ته يو ډول حرارت ورکوي. |
د ژمي په رارسېدو سره زياتره کليوال دکورونودتودولو لپاره له بخاريوګټه اخلي خو يو شمېرنورويې بيا تاو خانې جوړې کړي دي. دا چې د تاوخانو ګټې کومې دي ، واحد د ميدان ښار ولايت يو تن اوسېدونکي داسې وويل : "بخارۍ ډېرو لرګيو ته اړتيا لري او کله چې يې اور مړشي ، کوټه ژر يخيږي ، خو تاوخانه چې يو ځل ګرمه شي ترډېره وخته ګرمه پاتې کيږي." خوکه تاوخانو ته سمه پاملرنه ونه شي،يوشمېرخطرونه هم رامنځته کوي، د ميدان ښار يو تن اوسېدونکي ولي محمد وويل : " ماشومانو مودتاوخانې سره نږدې لوبې کولې، لويان ورسره نه وو، يو زوى مې په تاوخانه کې وغورځېد ."  |  په تاوخانوکې دې دډېرلوګي توليدوونکي شيان نه سوځول کيږي.  |
داچې تاوه خانې ژرخرابې نشي، تيږى يې بايد سمې ځاى په ځاى شي چې موږکان پکې کورونه جوړ نه کړي. ددې ترڅنګ دې په تاوه خانوکې دپلاستيک، ټايرونو اوهغو شيانو له سوځولوډډه وشي، چې ډېرلوګى لري. خلک ډول ډول تاوخانې جوړوي ، خو ښه تاوخانه هغه ده چې د لوګي سوري يې په کوټه کې راوګرځول شي او ټولې خونې ته يو ډول حرارت ورکړي. |