 | | | دشيني لرونکي څاروي دې لمر ته وايستل شي،غوجلې دې پاکې او دواپاشي شي. |
شينى(کنه) د څارويو له خطرناکو حشرو څخه دى ، چې د څاروي په پوستکي کې پيدا کيږي او په ډېرې چټکۍ پراختيا مومي . محمد رحيم د کابل د پغمان يو تن مالدار وويل چې که چېرې دڅارويو او دهغوئ دغو جلودپاکوالي خيال ونه ساتل شي،داخزندې پکې پيدا کيږي. شينى له ناروغو څارويو څخه روغو هغوئ ته هم لېږدي ، له همدې امله يې پېژندل مالدارانو ته اړين دی. عبدالباقي ، د لغمان ولايت د قرغيو ولسوالۍ يو تن مالدار، دشيني نښې دڅاروي ډېرځان ګرول وګڼل. دا حالت څارويو ته ډېرې ستونزې پيدا کوي. د افغانستان د وترنرانو د اتحاديې دمرکزي کلينک ډاکتر وقار وويل : "شينى د څارويو وينه څښي، دبدن مقاومت يې کموي، کمزوري کيږي ، توليد يې کميږي او آن دمرګ لامل يې هم کيږي."  | | | شينی دڅارويولخ خطرناکوخزندوڅخه دی، چې دڅارويوپه پوستکي کې پيدا کيږي. |
مالدارن دا ډول څارويوته بېلابېلې درملنې لري. محمد رحيم وويل چې ددې ناروغۍ لپاره تمباکو او ايره ګډوي او بيا څاروى پرې غوړوي. خو وترنران تمباکو ردوي او وايي چې د نورو ناروغيو لامل ګرځي. داډول څاروي دې لمرته وويستل شي، غوجلې دې پاکې او دواپاشي شي. |