BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 06:35 گرينويچ 2009 ,31 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
دآبادۍ غږ: د څارويو خصي کول

د څارويو خصي کول

خصي کول هغه عمليه ده چې ډېری مالدارن يې دڅارويودغښتلتوب او آرامۍ لپاره د څارويوخصيې له فعاليت څخه غورځوي.

دا چې مالداران په کومو لارو څاروي خصي کوي ، د پروان د غوربند اوسېدونکي حاجي محمد پدې اړه وويل:

"د څاروي خصيې ددوو لرګيو په منځ کې ورکوو او ټکوو يې، يا يې بيخي ترې باسواو يا له خصيوڅخه پړی تاوو چې رګونه يې پرې شي."

خو سيداجان، دکابل د پغمان يو تن مالدار ، د ماشين په واسطه د څاريو خصي کول غوره بولي ځکه چې ماشين څاروی نه ځوروي اوژرجوړيږي.

ذکر الله باهر، د ميدان وردګو ولايت د حيواني مرکزي کلينک مشر ،وويل چې دماشين پواسطه دڅارويو خصي کول ځانکړي مهارتونه لري.

په ماشين دڅاروي دخصي کولوپه مهال دې نظافت ته پاملرنه وشي،ځکه که چېرې د څاروي ټپ مکروبي شي، دڅاروي دمړينې سبب هم کيږي.

د څارويو خصي کول
په ماشين دڅاروي دخصي کولوپه مهال دې نظافت ته پاملرنه وشي،چې ټپ مکروبي نشي.

خوآيادڅاروي خصي کول دڅاروي په حق کې ظلم دی؟ مولوي محمدولي، د کابل دسيد نورمحمدشاه مېنې د يو جامع جومات ملا امام ،په دې اړه وويل:

"داسلام سترپيغمبر، حضرت محمد(ص) د لوی اختر په ورځ دوه خصي پسونه قرباني کړل، چې دايې دجواز ښکاره نښه ګنلی شو."

څاروي دې ددريو مياشتو په عمر خصي شي څوله زياتوستونزوسره مخ نه شي، دې رازخصي کولوته مالداران شيرخصي وايي.

دغواوو زياندآبادۍ غږ
دغواوو زيان
انګوردآبادۍ غږ
دانګورو کنګينه
دکوکنارو زيانونهدآبادۍ غږ
دکوکنارو زيانونه
دڅاريو ګرګدآبادۍ غږ
د څارويو ګرګ
د ټک ناروغيدآبادۍ غږ
د ټک ناروغي
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>