BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت:
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
دآبادۍ غږ: دانګورو کنګينه

کنګينه

کنګينه دتلې پلې ته ورته لوښی دی چې له خټې څخه جوړيږي چې انګور، تازه مرچ او رومي بانجان پکې ساتل کيږي .

په ګنګينه کې له ساتل شوو ميوو اوترکاريو څخه بيا ديخنۍ په موسم کې ګټه اخلي. په کنګينو کې د انګورو ساتل څه ګټې لري؟

د زابل ولايت د کلات اوسېدونکی حاجي جانان وويل: "هغه بڼوال ،چې انګور يې زيات وي او خرڅ نه شي، په کنګينوکې يې ساتي.

هغوئ په کنګينو کې ساتل شوي انګور داسې مهال بازار ته دپلورلولپاره باسي چې تازه انګور نه پيدا کيږي."

د ښې کنګينې د جوړولودځانګړنې په اړه دکابل دکلکان د ولسوالۍ اوسيدونکي ، ميرافغان وويل :

" ښه کنګينه کوچنۍ وي ، د کاسې په بڼه جوړيږي ، ژوره نه وي ، خټه ښه ورته پخه او پروړه ورسر ګډيږي.

انګور
په ګنګينه ساتل شوي انګور داسې مهال بازار ته وړاندې کيږي چې تازه انګور نه پيدا کيږي.".

که غواړو چې د ډېرې مودې لپاره مو انګور په کنګينه کې سالم وساتل شي، بايد په هره کنګينه کې له يونيم کيلوانګورو څخه زيات وانه چول شي."

په ګنګينه کې دې سالم انګور ځای په ځای شي او دګنګينې ټولې خواوې دې په خټو وپوښل شي چې هوا ور دننه نه شي.

دکوکنارو زيانونهدآبادۍ غږ
دکوکنارو زيانونه
دڅاريو ګرګدآبادۍ غږ
د څارويو ګرګ
د ټک ناروغيدآبادۍ غږ
د ټک ناروغي
د رُب جوړولدآبادۍ غږ
د رُب جوړول
دسواد زده کړهدآبادۍ غږ
د سواد ارزښت
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>