رومي بانجان ډير کم عمر لري او په خپل وخت کې ډېر ارزانه وي چې د رومي بانجانو څخه د ګټې اخيستنې غوره لارد رُب جوړول دي. د بګراميو ولسوالۍ اوسېدونکې ،ميرمن شريفې ،چې په رُب جوړولو کې پوره تجربه لري، وويل: "پاخه او روغ رومي بانجان دپنځو دقيقو لپاره اېشوو، چې پوټکی يې نرم شي څو په اسانۍ له رومي څخه جدا شي. وروسته يې د غوښې له ماشين څخه باسو،لږ مالګه ورسره ګډه اوپه شيشه يې مرتا بانو نو کې يې اچوو او سرونه يې کلک تړو." د کابل ولايت د خاکجبار ولسوالۍ اوسېدونکې زلفيه بيا د رُب جوړولو په برخه کې بله تجربه لري ، نوموړې وايي: "رومي بانجان دوې ټوټې کوو، اوبه يې د ترشي جوړولو لپاره زبېښو، پر پاتې روميانو مالګه اچوو اودوې ورځې يې لمر ته اچوو. وروسته يې د غوښې تر ماشين باسو، بيا يې په شيشه يي مرتبانونو کې اچوو او پر سر يې يوه اندازه غوړي هم اچوو."  | | | که رومي بانجان دپنځو دقيقو لپاره واېشوو، پوټکی يې نرم اوپه اسانۍ له رومي جدا کيږي. |
درُب څخه دګټې اخيستنې پر مهال دې له پاکې کاچوغې کار واخيستل او په دېګ کې وهل شوې کاچوغه دې نه کارول کيږي. همدا رازله پوز بنددې کار واخيستل شي ،ميرمنې دې هڅه وکړي چې سر په يوه ټوټه وتړي څو وېښتان يې په رُب کې ونه لويږي. |