لويې لارې، چې ډول ډول مسافر وړونکي او باروړونکې موټرې ورباندې تګ را تګ کوي ،دهېواد دپرمختګ سترلامل ګڼل کيږي. کله ناکله پدې لارو دموټروزياتوالی اوله ترافيکي مقرراتوڅخه دډريورانوسرغړونه دزړه بوږنوونکوپېښودرامنځته کېدوسبب کيږي. د سعيدې په نوم يوې مېرمنې وويل چې له کابل څخه مزار شريف ته تلله دسپرلۍ موټريې دتيزچلولوله امله واوښت اوزيات شمېرکسان يې ټپيان کړل. داډول پېښې له دې سربېره کله ناکله دزيات وخت لپاره دترافيکوپر مخ لارې هم بندوي، چې خلک له ګڼ شمېر ستونزو سره مخ کوي. دموټردچپه کېدوپېښې په موړونو او کږو لارو کې ډېرې تر سترګوکيږي، خوڅه وکړو چې له داشان پېښوسره مخ نه شو؟ شريف ،چې دکابل – جلال آبادپه لويه لارموټرچلوي ، په هر کار کې احتياط اړين بولي او وايي چې موټربايدله ټاکلې اندازې تيزولاړ نه شي.  | | | له ترافيکي مقرراتوڅخه دډريورانوسرغړونه دزړه بوږنوونکوپېښودرامنځته کېدوسبب کيږي. |
دترافيکورياست له دې رازخطرونوڅخه دمخنيوي په موخه په ښارونواولويو لاروکې د موټردسرعت کچې ټاکلي دي. له دې کچوڅخه دسرغړونې په صورت کې ډريوران دبېلابېلونغدې جرېمو په ور کولو اړ ايستل کيږي. |