بېکاري ،ناامني او غربت هغه لاملونه دي چې دځينوکورنيومشران يې له هېوادڅخه بهر مسافرتونوته اړ کړي دي. دامسافرتونه کله دومره اوږد مهاله وي چې له يوې خوا اولادونه خپل پلار هېروي او له بله پلوه له درس او زده کړې وروسته پاتې کيږي. هغه ماشومان چې دروزنې چارې يې پلار او مور پرمخ بيايي، ذهني وړتيايې نسبت هغو ته لوړه وي چې يوازې مور يې وروزي . ماشوم دپلارپه نشتوالي ځوريږي او دا حالت نه يوازې په ماشومانو بلکې په لويانو هم يو لړ منفي اغېزې لري. د کونړ اوسېدونکی يحيی وويل: "ورور مې په سفرتللی و ، اوس يې مړی او ژوندی ورک دی ، مور مې له ډېر تشويش څخه فلج شوې ده، دکورټول کارونه زماترغاړې دي."  | | | بېکارۍ ،ناامنۍ او غربت دځينوکورنيومشران له هېوادڅخه بهر مسا فرتونوته اړ کړي دي.. |
ځينو خلکو دې ټکي ته پام کړی اوخپل سفرونه يې تنظيم کړي دي. د کابل يو تن اوسېد ونکي، حاجي عبدالرحمن وويل : "ما مهالويش جوړ کړی ،(١١) مياشتې سفر کې يم، (٣) يا (٤) مياشتې کور کې تېروم چې کورنۍ مې له ستونزو سره مخ نه شي. " |