دګنبدوجوړول له پخوازمانې راپدېخواد افغانستان په جنوبي ولايتونو، هرات، فراه، کند هار، هلمند او همدارنګه په مزارشريف کې رواج لري. ګنبدي کورونه له پخو او خامو خښتو جوړېږي خو له پخو خښتو او سمنټو جوړې شوې ګنبدې ټينګې او له نم اخيستلوخوندي وي. په ځينوځانګړو سيموکې دګنبدي کورونودرواجېدلو لامل دکندهار دکرز اوسېدو نکی، عبدا لما لک، په هغوسيموکې دلرګيوکمښت بولي. ګنبدې نه يواځې داچی د لرګيو سپما راولي بلکې په هغو سيمو کې، چې هلته وينه ( دلرګيو چينجي) پيداکيږي، دداډول کورونو جوړول ګټور دي. همدا رازګنبدې په ژمې کې ګرمې او په اوړي کې سړې وي. پدې سربېره له اقتصادي پلوه هم ارزانه تماميږي. که د لرګيو خونه په لس زره افغانۍ وپوښل شي، پر ګنبدي خونه ٥٠٠٠ افغانۍ لګښت راځي. دګنبدې دډولونوپه اړه عبدالمالک وويل:  | | | په ځينوسيمو کې دلرګيودکمښت له کبله ګنبدی کورونه رواج شويدي. |
"په افغانستان کې درې ډوله ګنبدې رواج لري: کوبۍ شکله، اوږدې ګنبدې او درېيم ډول يې په يوه خونه کې د درې ګنبدوجوړول دي." ديادونې وړده چې دګنبدې دجوړولو کره(دقيقه) نېټه نه ده مالومه ،خوتر ټولو زړه ګنبده په هرات کې ده چې د ګوهرشادبېګم په نامه ياديږي. |