 | | | په ډېری سيموکې خلک اوبه د ماليې د سند له مخې ويشي. |
د کليواوبانډواسېدونکي د کښتونو د خړوبولو لپاره د سيندونو او کاريزونو له اوبو ګټه اخلي چې کله ناکله داوبوپه سرشخړې هم رامنځته کيږي. د پروان د ګجرخېلو د کلي اوسېدونکی، وزير ګل وايي چې د اوبو د ويش په سر د خلکو تر منځ لويې شخړې را منځته شوې چې خبره آن حکومت ته ورسېده. په ډېری سيموکې خلک اوبه د ماليې د سند له مخې ويشي او د ځمکو خاوندان له ويا لو، بندونو او ډنډونو د خپلې ونډې په کچه ګټه اخلي. د اوبو ويش له بېلابېلو لاروکيږي.د زابل ولايت اوسېدونکی، ولي محمد وايي : "موږ له پخوا اوبه د ساعتونو له مخې ويشلي چې دشواروز، وخت، چارک او پاو په نومونو ياديږي." ځينې خلک داوبود سم ويش لپاره ميراو ټاکي، خو داچې ميراوبايدڅرنګه کس وي، د بګرام ولسوالۍ اوسېدونکي ، شيرين محمد، وايي: "ميراو بايد غښتلی، د رسوخ خاوند او د زړه له اخلاصه خدمت وکړي ،داچې دخلکو لخو ا ټاکل کيږي، خلک هم اړ دي چې خبرې ته يې غوږ کيږدي."  | | | که خلک نوبت مراعات او په ورکړل شوې برخه قناعت وکړي، شخړې به نه رامنځته کيږی. |
په کومو ځايونو کې چې د کاريزونو اوسيندونو اوبه ډېرې وي ، هلته داوبو په سرشخړې هم نه رامنځته کيږي اونه هم ميراو ته اړتيا ليدل کيږي. دحبيب الله په اند که خلک نوبت مراعات او په ورکړل شوې برخه قناعت وکړي او يا هم تجربه لرونکي ميراو ته واک ورکړي،داډول شخړې به ختمې شي. |