BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 04:26 گرينويچ 2009 ,25 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
دآبادۍ غږ: دغنموسرخي

دغنموسرخي

دغنمو سرخي هغه ناروغي ده چې دغنمو په پاڼو ، تنه او دانو باندې سرې ليکې او خړ رنګه داغونه پيدا کيږي.

وروسته دا داغونه په توروالي بدليږي چې په پای کې دغنمو وږي هم پوچ کيږي.

د زراعت کارپوه ، پوهاند حسيني وايي چې داکار دغنمو په حاصل کې د 50٪ څخه زيات کمښت راولي.ددې غنمو بوس هم څارويوته زيان رسوي.

دننګرهار ولايت دمومندرې ولسوالۍ يو کروندګر، نواب ،چې پنځه جريبه غنم يې په سرخي اخته دي ،ددې ناروغۍ عوامل داسې بيانوي :

"پرله پسې ورښت ، زېم لرونکې ځمکه ، تخم ګڼ شيندل او ديو کال کرل شوی تخم بل کال ته کرل د سرخي د پيدا کېدو عوامل دي."

دا ناروغي له يوه پټي څخه بل پټي ته هم دهوا له لارې لېږدي خو په للمي غنمو کې کمه ليدل کيږي ځکه چې رطوبت يې کم او تخم آزاد شيندل کيږي.

دغنموسرخي
دغنمو سرخي دغنمو په پاڼو ، تنه او دانو باندې سرې ليکې او خړ رنګه داغونه پيدا کوي.

پوهاند حسيني وايې چې ځينې هرزه ګياوې اودکيمياوي سر ې په ورکړه کې توازن نه ساتل په غنمو کې دسرخي لا مل کيدای شي .

ددې لپاره چې غنم په سرخي اخته نه شي ، دکرلو لپاره بايد اصلاح شوي تخمونه وکارول شي ځکه چې ددې ناروغۍ په وړاندې مقاوم دي .

تنګې کوڅېدآبادۍ غږ
تنګې کوڅې
په انګوروکې دقرغنې ناروغيدآبادۍ غږ
د تاکونو قرغنه
دڅارويو اسهالدآبادۍ غږ
دڅارويو اسهالا ت
د مرسل گلآبادۍغږ
د مرسل ګل قلمه
دواپاشيآبادۍ غږ
د ونو دوا پاشي
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>