BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 04:01 گرينويچ 2009 ,04 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
دآبادۍ غږ: دڅارويو اسهالا ت

دڅارويواسهالات

دکال په بېلابېلوموسونوکې څاروي دراز،رازناروغيوسره مخ کيږي چې يوه يې هم اسهال( ريخک) دی چې څاروي د مرګ له ګواښ سره هم مخ کوي .

دشکر درې يو مالدار،خان محمد وايې: "دمالونو اسهالا ت دهغوی شېدې کموي ، بدن يې کمزوری کوي او د مرګ سبب يې هم کيږي ."

اسهالا ت بېلا بېل عوامل لري لکه دپسرلي په موسم کې دکوچنيو راشنو شوو واښو سره دخاورو خوړل ، ډېره ډوډۍ او د حبوباتو خوړل .

دميدا ن ښار دکرنې درياست مرستيال، ډاکتر سيدکريم روحاني په څارويو کې داسهالا تود عوامل داسې بيانوي:

"د ډنډونو خړې اوبه ، دناپاکو سبزيجاتو،په پسرلي کې دکوچنيو راشنو شوو واښو سره دخاورو خوړل ، ډېره ډوډۍ اوځينې نور."

ددې ناروغۍ ددرملنې لپاره خلک څارويوته تور چای ، هګۍ ،غوړي او ډېرې اوبه ورکوی."

دڅارويواسهالات
د رود غاړو او ډنډونو خړې اوبه او د ناپاکو سبزيجاتو خوړل د څارويو د اسهالاتو لامل کيږي.

ددې ناروغۍ نه د مخنيوي لپاره ځيني مالداران څارويوته مستياره ، زرنه اوتمباکو ور کوي .

ډاکتر سيدکرېم روحاني د کورنۍ درملنو په اړه وايې : "څارويو ته په خپل سر درمل ور کول دنورو ناروغيو لامل کيږي .

په ځانګړې توګه تمباکو ورکول څارويوته عصبي ناروغۍ پيدا کوي . دې ډول مالونو ته مالګينې اوبه ورکول ډېرې ګټورې دي. "

دواپاشيآبادۍ غږ
د ونو دوا پاشي
ټنډه غواآبادۍ غږ
دڅارويو ټنډيدل
دانګورتاکونوچيلهآبادۍ غږ
دانګور تاکونو چيله
ترکاريآبادۍ غږ
بزغلی
دمڼوشاخبريآبادۍ غږ
دمڼو شاخبري
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>